IQNA

  د صهیونیسټي رژيم جنایتونه د مسلمانانو انسجام لاپیاوړی کوي

18:11 - March 22, 2026
د خبر لمبر: 3492590
ایکنا – د ایران د اوز د اهل سنت دجمعې امام په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ دصهیو نیسټي وحشي رژيم حملې به نه یوازې د تفرقې سبب نشي،بلکې  د مسلمانانو  وحدت او انسجام به  پیاوړی کړی.

ایکنانیوز د فارس له قوله راپور راکړ،  د اوز د اهل سنت د جمعې امام شیخ محمد زمان زماني په قدرمن ایران په تیره بیا د لارستان د څارنوالۍ په ودانئ باندې د امریکائي صهیونیسټي رژيم  دحملې په باب  خبریالاانو ته  په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ دغه شان پیښې که څه هم تراخې  او دردناکې دي  خو  په ناحقه د وینې بهیدا به تل  د مسلمانانو ترمینځ  د انسجام او پیوستون  دپیاوړتیا عامل وي.

د ایران د لرستان ولایت د اوز ولسوالئ د  اهل تسنن د  جمعې امام  ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ایا دغه پیښه په سیمې کې د مسلمانانو پر وحدت اغیزې شیندلی شی، ووئيل؛بې شکه دغه موضوع به د اتحاد او پیوستون  دزیاتیدا لامل شي ،ځکه چې  هره هغه وینه چې په ناحقه توي شي،  د وحدت او  یووالی  تخم د اوبه خور سبب  کیږي او په اسلامی امت کې د  یو زړتوب روح ژوندئ ساتي.

رماني  دځینو لویدیځي قدرتونو  ادعاګانې ته په اشارې سره  ووئيل، هغه کسان چې په دروغجنو  وعدو سره له ملتونو سره  د مرستې مدعي دي ، اوس ئې له خپله حقیقي څيره نندارې ته وړاندې کړې ده او ددې شاهد یوو چې بېګناه خلک ددغو سیاستونو قرباني کیږي.

هغه همداراز  دغزې دمظلومو خلکو بوږنونکي حالاتو ته په اشارې سره روښانه کړه.نړئ  دهغوجنایتونو شاهده ده چې  د مظلومو خلکو په ضد ترسره  کیږي او په زرګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه چلندونه د هغو دروغجنو ژمنو مصداق دی چې استکباري قدرتونه ئې ملتونو ته ورکوي.

د اوز د اهل تسنن دجمعې لمانځه دغه امام په پاي کې هیله وښودله چې  د ملتونو په پوهیدا او د مسلمانانو په وحدت او  یووالی سره  په سیمې کې تاؤتریخوالی او ظلم پاي ته ورسیږي.

https://fars.iqna.ir/fa/news/4342330

captcha